امنیت

دافغانستان په خاورې دپاکستان دتوپچي پوځ دبريدونو

کابل باختر د ثور ديرشمه :
دافغانستان په خاورې  دپاکستان  دتوپچي پوځ  دبريدونو ددوام او دديورنډ دکرښې په اوږدو کې ددغه هيواد دسرحدي سرغړونوپه نسبت  دملي شورا دمشرانوجرګې اعلاميه .
دملي شورا دمشرانوجرګه يوځل بيا دکونړ په ولايت  دپاکستاني پوځيانو دتوپچي پوځ دبريدونو او دقندهار ولايت دمعروف  ولسوالۍ او دځينو نورو ولسواليو په مربوطاتو کې ددغه هيواد سرحدي سرغړونې  په کلکه غندي او دقندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کې  دميشتو سرحدي ځواکونو دميړانې او سرښندنې  دستاينې په ترڅ کې  ددغو ځواکونو ديوتن منسوب شهيد محمد ابراهيم ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي
دملي شورا دمشرانو جرګه دکونړ په ولايت  دپاکستان دراکټي بريدونو دزياتوالي له امله دانديښنې په څرګندولو سره  زموږ دهيواد حريم ته دپاکستاني پوځيانو پرمختګ دنړيوالو موازينو اومعيارونو دښه ګاونډيتوب اوددغه هيواد  دحکومت دبيا بيا ژمنو  پرخلاف بولي او څرګندوي چې دغو بريدونو او پوځي تحرکاتو هغه هم دجمهوري رياست دانتخاباتو ددويم پړاو دترسره کولوپه درشل کې په داسې حال کې زور اخستى دى  چې همدااوس دافغانستان او پاکستان دحکومتونو او په کابل کې دناتو دپوځونودقوماندانۍ درې اړخيزه  غونډه په کابل کې دوام لري خو دراکټي بريدونو او دسرحدي تحرکاتو دمخنيوي او دديورنډ دکرښې په اوږدو کې دامنيت دتامينولو په لاره کې  هيڅ راز عملي اقدام نه دى شوى .
  دملي شورا دمشرانوجرګه دهيواد دسرحدي منسوبينو دسرښندنې  اوميړانې دستاينې په ترڅ کې  دافغانستان په حريم دراکټي بريدونو ددوام او زياتوالي په باب دپاکستاني پوځيانو دريځ داسلامي ارشاداتو او دمنل شويو نړيوالو او دسوله ئيز ګډ ژوندانه داصولو پرخلاف  بولي او دغه ټکۍ اعلاميوي 
دملي شورا دمشرانو جرګه ټينګار کوي چې دحکومت  مسوول ارګانونه دې له ديپلوماتيکي او ديالوک له لارې د ګاونډيانو پوځي او داستخباراتي  لاسوهنې بندې کړي او دهغو دپراختيا مخه دې ونيسي او هم دې هلې ځلې وشي چې دپاکستان له حکومت سره ددايمي اومعقول سياسي حل لارې چارې ولټول شي .
دمشرانوجرګه دپاکستان له پارلمان ، دسياسي ګوندونو له مشرانو او ددغه هيواد له مسلمان ملت  څخه غوښتنه کوي چې دپاکستان په دولت او په تيره بيا ددغه هيواد په پوځيانو او استخباراتي  مسوولينو دې زور واچوي چې دتروريستانو له ملاتړ ، شرموونکو لاسوهنو او دافغانستان په حريم له تيري څخه لاس واخلي او دخپلو ژمنو په عملي کولو کې دې دافغانستان له دولت سره صادقانه عمل وکړي
دمشرانوجرګه دملګروملتو  دسازمان په نامه د ١٣٩١ کال د غبرګولي دمياشتې دڅليرويشتمې نيټې دليک په پام کې نيولو سره يوځل بيا ددغه سازمان له امنيت شورا ، دايساف او دناتو دسازمان دنړيوالو ځواکونو له قوماندان څخه په جدي توګه غواړي چې له خپلو ژمنوسره  سم دې دافغانستان ځمکني بشپړتيا تضمين شي او بايد دپاکستان دولت په دې متقاعد کړي چې دغه هيواد دافغانستان په خاورې له راکټي بريدونو او پوځي تحرکاتوڅخه لاس واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته