ټولنه

پر هېواد د شهید شوي جنرال مقبل روح ته د دعا لپاره لاسونه لپه شول

لښکرګاه/دلیندۍ۱۱مه/باختر
د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې پر هېواد د شهید شوي جنرال ظاهر ګل مقبل روح ته د دعا لپاره لاسونه لپه شول.
جنرال ظاهر ګل مقبل د تېرې پنجشنبې په ورځ د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د بم په چاودنه کې شهید شوی و.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې، د شهید مقبل د فاتحې په مراسمو کې د هغه روح ته د دعا لپاره لاسونه لپه شول.
سرچینه زیاتوي چې د شهید جنرال په فاتحه کې دیني عالمانو مقبل ته د اتل لقب ورکړ او د هېواد ساتنې په لاره کې یې د هر افغان مړینه شهادت وباله.
جنرال ظاهر ګل په هلمند کې د سرحدي ځواکونو د څلورمې پلې لوا قوماندان و چې له تېرو څلور کلونو راهیسې یې په دغه ولایت کې دنده ترسره کوله.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته