په ډيرې خواشيني سره خبر شوم چې دهيواد نوميالي هنرمند رحيم غمزده دورپيښې ناروغي له امله له دې فانى نړۍ څخه سترګي پټي کړى دى
انا لله و انااليه راجعون
ارواښاد رحيم غمزده شاوخوا نيمه پيړۍ دهنر ددودې لپاره خدمت وکړ ډير هنرمندان يې وروزل ديو ښه هنرمند په توګه يې ځان تثبيت کړ دي شاعر هم و او ټولو افغانانو ته دمننې وړ هنرمنده دده مړينه يوه ضايعه ده .
دخپلې خواخوږي او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو ، دهيواد هنرمندانو او دننګرهار ولايت خلکو ته وړاندې کوم الله تعالي دى دى وبخښي اوکورنۍ ته دى يې جميل صبر په نصيب شي