فرهنګ

په سويس کې نړيوال کنفرانس جوړيږي

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٩
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين نن سويس ته روان شو .
سويس ته د مصدق خليلي د سفر هدف د ژنيو په پنځم نړيوال کنفرانس کې ګډون دى چې د يو شمېر هيوادونو فرهنګي حالت پکې څيړل کيږي .
دغه کنفرانس چې د جولاى د مياشتې له يوويشتمې نيټې څخه پيليږي او پنځه ورځې دوام کوي؛ د ژنيو نړيوال انستيتوت او د سولې او اميد د نړيوال سازمان له خوا جوړيږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين مصدق خليلي به په دې کنفرانس کې د افغانستان د فرهنګي حالت او د هغو کارونو د پرمختيا د څرنګوالي په باب وينا وکړي چې په دې لاره کې ترسره شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته