فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : دهيواد هنرمندان دامکاناتو له نشتوالى سره سره ښه وځليدل.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې دويمه
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات نن دانځورګري له يو شمير هنرمندانو سره په کتنه کې دهغوى ستونزې او غوښتنې واوريدلې.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې په دې کتنه کې دانځورګري دڅانګې يو هنرمند دنورو په استازيتوب دانځورګري دهنر په وړاندې يو لړ پرتې ستونزې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره طرحه کړې او ويې ويل چې دغه هنر ته دومره پاملرنه نه ده شوې او دغه راز هغوى دهيواد هنرمندانو او په تيره بيا دانځورګري هنرمندانو ته يې داطلاعاتو او فرهنګ دپاملرنې غوښتنه وکړه .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات د دې ترڅنګ چې انځورګري يې دهنر مهم برخه وبلله څرګنده يې کړه چې دهيواد هنرمندان له ستونزو او دامکاناتو له کمښت سره سره بيا هم وکولاي شول ښه وځليږي او دقدر وړ هنري کارونه ترسره کړي دغه راز دهيواد له هنرمندانو څخه يې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملاتړ څرګند کړ او هغوى ته يې ددغه وزارت دپاملرنې ډاډ ورکړ ديوبل خبرله مخې دحقيقت غوښتنو ميرمنو د ټولنې رييسې نورې اکبري نن له کمال سادات سره په کتنه کې ددغې ټولنې دکارونو په باب معلومات ورکړل.
دې څرګنده کړه چې دحقيقت غوښتوونکو ميرمنو ټولنه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو چارو معينيت په همکارى بيوزلو ميرمنو ته يې دخياطۍ او لاس ګنډلو په برخو کې د زده کړې زمينې برابرې کړي دي.
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ددغې ټولنې دهمکاريو له امله دقدردانى په ترڅ کې دهيواد له بيوزلو ښځو سره يې د دوى په لازياتو همکاريو ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته