سیاست

آلمان د صکوکو مطبعې دتصدي په جوړولو او پراختيا همکاري کوي .

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
د ماليې وزارت او د  آلمان دنړيوالې پرمختيايي ادارې چې آى  زيد  نن دتذکرې
او د نورو رسمي سندونو دچاپ لپاره دصکوکو مطبعې دجوړولو او پراختيا دګډ
تمويلو لوبه مقصد تړون لاس ليک کړ  .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې  :    ددغه تفاهم ليک له مخې   د  تذکرې   او دنورو محرمو دولتي سندونو او بيه لرونکو پاڼو چاپول  د سندونو دامنيت دنړيوالو نورمونو له مخې شامل دي .
دصکوکو دمطبعې نوې  ودانۍ  په جنګلک کې  د ٢٠١٦ کال  ترپاى  پورې جوړ شي دماليې وزارت ادارى معين عبدالرزاق وحيدي دغه تفاهم ليک ته پا اشارى سره وويل موږ ديو دولتي او خوندي مطبعې دجوړولو په خاطر چې دبيه  لرونکو سندونو ډاډ ښه   کوى له آلمان سره  دهمکاري هرکلى  کوو .
ده  دغه راز زياته  کړه چې دصکوکو دمطبعې تصدي  دعامه ادارې اغيز منتوب لوړې او د دولت دعوايد او دهيواد داقتصادي  ودې سبب به شي.
د  جى آى  زيد  د عامه ادارې دڅانګې رييس  وولف پيلزمان چې   د  افغانستان دماليې له وزارت سره په  مشارکت کې کارکوي وويل  ، دغه نوې پروژه  د آلمان په مرسته او تخنيکي همکارۍ  دافغانستان دعامه  ادارې  د پياوړتيا په لاره کې يو مهم ګام بلل کيږي.
د دغه تفاهم ليک له مخې د گډ تمويل او همکارۍ  په برخه کې دصکوکو اوسنۍ مطبعه  دتوليد ديوې کارخانې په  ګډون په دنوې ودانۍ په جوړولو سره   پراختيا مومي.
اوسني  کارکوونکي به  نوې  ودانۍ ته وليږدول شي او له ٢٥٠ څخه تر ٣٠٠ تنه نوي کارکونکى زيات شي .
دغه مطبعه دتذکرو او تصديق ليکونو په شان دسندونو د تقلب په وړاندې د زيات امنيت په  رامنځته کولو سره به  هم د دولت لپاره او د خلکو لپاره  د يو لړ ښه والي ضمانت  وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته