ټولنه

دافغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواخوږي اوډاډګيرنې پيغام

کابلباختردميزان٢٧
دافغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواخوږي اوډاډګيرنې پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړچې دهيواديو ملي  سوداګراو دغاليو دصنعت هڅوونکى حاجي احمدسرخي دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې
وه په حق رسيدلى دى .
ارواښادحاجي احمد سرخي دغاليو دسوداګرۍ اوصنعت دودې له لارې  هيوادته ارزښتناک خدمتونه کړي دي،  يوخيرانديش اودخلکو خيرغوښتونکى شخص و دده مړينه يوه ضايعه ده دخپلې ژورې خواشينۍ  اوډاډ ګيرنې مراتب دارواښاد کورنۍ اودوستانو اودفاريا ب ولايت خلکو ته وړاندې کوم اودلوى خداى  (ج) له دربارڅخه متوفاته دمغفرت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبرهيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته