فرهنګ

د( جلوه رنګ ) دانځورګريو داثارو نندارتون پرانستل شو .

کابل باختر دتلي  شپاړلسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن په ملي نګارستان کې  د ( جلوه رنګ ) دانځورګرى داثارو نندارتون پرانست.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دغه نندارتون د جلوه رنګ  دهنري ورکشاپ  له خوا  دملي نګارستان په همکارى په کابل کې جوړ شو .او په هغه کې د جلوه رنګ  له هنري ورکشاپ څخه  دنجونو او هلکانو په ګډون  دځوانو هنرمندانو دانځورګرى  ، خطاطى او رسامى څه دپاسه څلويښت اثار نندارې ته وړاندې شوي دي .
  ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې په داسې حال کې چې دهنرستان رييس  محمد هاشم شارق ، دملي نګارستان مسوولې صابرې رحماني او يوشمير هنرمندانو  هم  شتون درلود  ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين  په خبرو کې د جلوه رنګ  دهنري ورکشاپ  دهنرمندانو هنري کړه وړه وستايل او ويې ويل  چې زمانه  يواځې  دهنرمندانو ځواکمن فکر کولاى شي  دخپلو تلپاتې اثارو په  قالب کې  دتل لپاره په ګرو کې ونيسي او متوقف کړي .
  دغه راز  پوهاند باوري په دغو مراسمو کې هنرمندانو ته دوه زيرې ورکړل او ويې ويل  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په هلوځلو سره ، دهنر عالي شورا له يوه اوږد ځنډ وروسته بيا  په فعاليت پيل وکړ . چې داکار دهنر داوو څانګو  په ښه والي او وده کې ارزښتناک  او اغيزمن دى .
  ده زياته کړه چې دغه راز کابل د  ٢٠٢٤ کال لپاره داسلامي نړى دمرکز په توګه  منل شوې دى . او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت به  په همدې مقصد دفرهنګي اوونيو دنمانځنې تر څنګ  نندارتونونه  جوړ او په بېلابېلو فرهنګي برخو کې زيات فعاليتونه ه ترسره کړي .
دغه راز  دملي نګارستان مسوولې صابرې رحماني  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې ملي نګارستان  دنندارتونونو  دجوړولو په برخه کې تل دهنرمندانو په خدمت کې دى او په دې لاره کې  له هغوى سره  له هيڅ راز همکارى څخه ډډه نه کوي .
  ختم_ ف _ اکرم
                                   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته