امنیت

توپير له کوم ځاى څخه تر کوم ځاى پورې ! دولتي ځواکونو خلکو ته ډوډى ورکړه خو طالبانو اوبه بندې کړې

کابل باختر د ليندى  دولسمه :
طالبانو دفارياب ولايت دپښتون کوټ ولسوالۍ  په يوې برخې دڅښاک اوبه بندې کړې .
دباختراژانس خبريال ليکي له هغه  وروسته چې دولتي ځواکونو ، وسله وال طالبان دفارياب ولايت دپښتون کوټ ولسوالۍ له ځينو برخو څخه وشړل  وسله والو طالبانو ددغې ولسوالۍ په ځينو برخو دڅښاک اوبه بندې کړې .
وسله والو طالبانو دروان کال دليندۍ دمياشتې په يوولسمه نيټه ديکشنې دورځې په سهار دپښتون کوټ ولسوالۍ دسرحوض  دسيمې  دڅښاک اوبه بندې کړې او ددغې ولسوالۍ داق ابدال په سيمه کې ماينونه ځاى پرځاى کړي دي
دسرحوض سيمه دپښتون کوټ ولسوالۍ ددره بالا په سميه کې  دحکومتي عسکرو وروستى سنګر دى .
دطالبانو ديو ويشتمې پيړۍ دغې کربلادپښتون کوټ دسرحوض دکلي دڅښاک اوبه بندې کړې .
داپه داسې حال کې ده  هغه حکومتي عسکر چې دوسله والو طالبانو له شتون څخه دسيمې په پاکولو بوخت دي له هغه وروسته چې يو څلور کلن ماشوم چې دپښتون کوټ  په سرحوض  کې دلوږې له امله له منځه  تللى و  خپله وچه  ډوډى په محتاجو کورنيو  وويشله .
  سره له دې چې دپښتون کوټ دسرحوض ساحې دطالبانو دشتون په دليل سختې ورځې تيرې کړ ې او آن خلکو دخوراک لپاره څه نه لرل اوس چې طالبان له دغې ساحې څخه شړل شوي دي دغې ډلې په خلکو دڅښاک اوبه بندې کړي دي داښيي چې طالبان له خلکو سره دښمني  لري آن اوبه او ډوډى له هغوى څخه اخلي .
داپه داسې حال کې ده چې طالبانو تيره اوونۍ په وار واردسرپل اوسمنګانو په ولايتونوکې مسافرانو ته ستونزې پيداکړې او يوشمير موټر چلوونکي او مسافران يې يرغمل کړل او دماليې او عشر دورکړې  غوښتنه يې وکړه .
دغې ډلې يواځې دسمنګانو په ولايت کې يوسلو شل تنه مسافران او دليږدونکو وسايطو چلوونکي نيولي وو  چې وروسته دقومي مشرانو په منځګړيتوب يې هغوى ازاد کړل
يوځل  هم دغې ډلې دسرپل په ولايت کې دڅښاک داوبو يوه څاه چې  ديوه کلي داوسيدونکو له خوا ورڅخه استفاده کيده مسمومه کړه اوپه دې وروستيو وختو کې يې يوه غله اوشوکمار ته چې دپروان په ولايت کې دزياتو جنايتونو عامل دى په غوربند کې پناه ورکړه او دهغه ملاتړيې وکړ اوپه دې ترتيب  يې ديوه جنايتکار په کړنو سترګې پټې کړې نو هغه ډله چې دخلکو اوبه  او ډوډى اخلي او دکورنيواوبهرنيو ډار اچوونکو او جنايتونو ملاتړي  وي .  په کوم نامه بايد يادکړو ؟ ( دخلکو دښمن )
  ختم_( ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته