ټولنه

د ستر جنرال انوري جنازه خاورو ته وسپارله شوه

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١٩ :
په  پوځي چارو کې د جمهوررئيس دسلاکار او دافغانستان دحرکت اسلامي ګوند دشورا درئيس ستر جنرال سيدحسين انوري  جنازه نن په خاصو نظامي مراسمو سره د دارلامان دافشارو په غونډۍ کې  خارو ته وسپارله شوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  دارواښاد ستر جنرال انوري د جنازې د وړولو او ښخولو په مراسمو کې  داجرائيه  مرستيال محمدمحقق ، د کابينې او دملي شورا غړو ، دملي اردو لوى درستيز ، دسولې دعالي شورا جګپوړى مرستيال محمد کريم خليلي ، يوشمير جهادي او سياسي شخصيتونو او ګڼ شميرهيوادوالو برخه اخيستې وه.
دارواښاد د جنازې لمونځ د جهادي شخصيت آيت الله محمداصف محسني په امامت  دخاتم النبين  په علميه حوزه کې  ادا شو  او وروسته په داسې حال کې  چې دارواښاد دجنازې  موټر  دزرګونو تنو برخه والو له خوا بدرګه کيده  دارلامان دافشارو په غونډۍ کې  خاورو ته وسپارله شوه.
د ارواښاد دجنازې دښخولو په مراسمو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف  غني پيغام د جمهوررئيس دسلاکار  ډاکتر  دانش بختياري له خوا ولوستل شو اوپه هغه کې  ارواښاد ستر جنرال سيدحسين انوري  دافغانستان دخلکو د جهاد او مقاومت نوميالى  شخصيت بلل شوى دى او څرګنده شوه چې  ارواښاد ديوه جهادي قوماندان په توګه چې  دخپل عمر زياته برخه يې دتيري کوونکو پرخلاف مبارزه کې تيره  کړه، دافغانستان دخلکو ترمنځ شهرت درلود.
جمهوررئيس په خپل پيغام کې د اروښاد ستر جنرال انوري خدمتونه هم دجهاد او مقاومت په برخه کې او هم دسياست  او ادارې په برخو کې دقدر وړ وبلل  او  مړينه يې يوه ضايعه وبلل.
وروسته  دافغانستان دحرکت اسلامي ګوند مرستيال حسين ياسر دارواښاد انوري  دشخصيت دبيلابيلو اړخونو په باره کې خبرې وکړې او ويې ويل   انوري يو ستر اوپياوړى مجاهد و چې سنګروالو يې  او خلکو هغه دسرښدونکي مجاهد په توګه باله .
ده وويل :  چې ستر جنرال  دغرور خاوند مجاهد و  او دافغانستان دحرکت ګوند غړو دارواښاد دمفکورو پيروي کوي او آرمانونو ته يې تحقق ورکوي او هيلې به يې  هيرې نه شي .
ارواښاد ستر جنرال  سيدحسين انوري په  ١٣٣٥ کال کې  دپروان ولايت  په شيخ علي ولسوالۍ کې وزيږيد اوپه  شپينه کلنۍ کې  دهغې  ناروغۍ له امله  چې ور پيښه شوې وه  دروژې دمبارکې مياشتې په ٣٠ شپه دهندوستان په يوه روغتون کې وفات شو.
ده دکرنې او اوبولګولو وزارت  دوزير ،  دکابل  دوالي ، دهرات دوالي  او دملي شورا دولسي جرګې دغړي په توګه کار وکړ اوپه دې وروستيو وختو کې يې په نظامي چارو کې د جمهوررئيس  دستر سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته