ټولنه

څه د پاسه ديارلسو زرو کورنيو د ملي پيوستون د پروګرام له پروژو څخه ګټه واخيسته

کابل باختر/  د زمري دمياشتې ١٤ :
په کندز ولايت کې څه دپاسه ديارلسو زروکورنيو پرون د ملي پيوستون پروګرام د ټولګټو پروژو له آسانتياوو څخه ګټه واخيسته.
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست  باختر آژانس  ته خبر ورکړ:
د ملي پيوستون د پروګرام د  ٤٩ پروژو کار د ٨٤ مليونو ٧١٧ زرو افغانيو په لګښت د کندز ولايت په  چهار درې، خان آباد، امام صاحب، دشت ارچي او علي آباد ولسواليوکې بشپړ شوى دى چې د ټولنيزو مرکزونو، پلګوټو، ګبيوني او استنادي ديوالونو او د سړک د غاړو ويالو جوړول، د بريښنا د ښاري شبکې  غځول، د لاسي بمبو په درولو سره د څښاک د اوبو د ٥٥ څاه ګانوکيندل او د سړکونو جوړول او کريړ اچول شامل دي چې د دغو پروژو له آسانتياووڅخه ١٣زره  ٤٥١ کورنيو ګټه واخيسته.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام په کندز ولايت کې٨٦٣ کلي  د پرمختيايي پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولې دي او تراوسه پورې يې په دغه ولايت په بېلابېلو برخوکې ٢زره٨٥٦ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارلې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته