امنیت

په کابل کې دننني چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
په کابل ښار کې نن سهار دچاودنې له امله دوه تنه شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول .
باختراژانس دامنيتي خبرځايونو له خولې خبر راکړ. هغه چاودنه چې نن سهار دکابل ښار داوومې ناحيې داقا علي شمس  دنوي سړک په ساحه کې وشوه ديوه مقناطيسي ماين دچاودنې زيږنده وه .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي  په دې پيښه کې ددوو تنو شهادت تاييد کړ او په دې پيښه کې ديوې ميرمنې په ګډون دوه تنه نور ټپيان شوي دي .  ويل کيږي چې مقناطيسي  ماين  په يوه کرولا ډوله موټر کې  ځاى پرځاى شوى  وو هغه موټر چې ماين پکې ايښودل شوى و  اور واخيست او په بشپړه توګه  ويجاړ شو .  دغه راز په دې پيښه کې يو ښاري تونس ډوله موټر هم زيانمن شو.   له اتو ورځو وروسته  نننۍ پيښه په کابل  کې لومړې تروريستي پيښه  ده چې له امله يې دهيواد دپايتخت دوه تنه اوسيدونکي شهيدان شول .
دروان کال دمرغومي دمياشتې په پنځلسمه نيټه دکابل ښار په نهمې ناحيې پورې اړوند  دقابل باى په ساحه کې دځانمرګي بريد له امله  يوتن کابل ښاري شهيد او پنځلس تنه نور ټپيان شول .
په هماغې ورځ  دکابل ښار دهوا پوهنې ادارې  په ساحه کې  يوه مقناطيسي  بم وچاوديد چې دسرزيان او مالي تاوان يې نه درلود .
دوسله والو طالبانو ډلې دروان کال دمرغومي دمياشتې دپنځلسمې  نيټې   دبمي بريدونو مسووليت  په غاړه  اخستى وو او ننني پيښه هم دهمدغې ډلې کار دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته