اقتصاد

په قندهارکې د دوو کیلو مترو سړک د رغولو چارې پيل شوې

قندهار باختر د لیندۍ دمیاشتې ۱۴ مه
د نږدې شلو ميلیونو افغانیو په لګښت د قندهار ولایت د لويې ویالې په سیمه کې د دوو کیلو مترو سړک د رغولو چارې پیل شوې.
دغه سړک د ماليې وزارت له خوا د قندهار ښاروالۍ ته د ورکول شوې تشويقې  بودیجې په مټ سره رغول کېږي چې چارې به يې د څلورو مياشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د قندهار والي زلمي وېسا د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته وویل چې ولايتي اداره د دغه ولایت د پراختيا او پرمختګ لپاره زیات پلانونه لري،چې په پلي کېدو سره به يې ښار نور هم ښکلی او پراخ شي.
په ورته وخت کې بيا د قندهار ښاروال انجينر روښان ولسمل وايي چې هڅې يې پيل کړي،څو متوازن انکشاف رامنځته او ښار ته پراختيا ورکړي.
هغه له خلکو هم هيله وکړه چې د ښار د پراختيا او پرمتختګ په برخه کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته