کابل- باختر د مرغومې دمياشتې ٩
دهيواد دفوټبال ملي ټيم د آسيا دجنوب په سياليو کې ريکارد ثبت کړ .
دباختر آژانس دخبرله مخې :دهيواد دفوټبال ملي ټيم په هغو دريو لوبو کې چې ددغو سياليو په ګروپي پړاو کې ترسره کړې سيالو ټيمونو ته يې يوولس ګولونه ورکړي دى او يواځې يو ګول يې خوړلى دى .
دهيواد دفوټبال دملي ټيم له خوا شويو ګولونو ته په پاملرنې سره دغه ټيم د آسيا دجنوب په سياليو کې نوى ريکارد ثبت کړى دى.
تراوسه پورې هيڅ ټيم په دغه شان امتياز سره له ګروپي پړاو څخه حذفي پړاوته لوړ شوى نه دى.
2 د یوې دقیقې څخه لږ