امنیت

دپوځيانو په کمين کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر دچنګاښ نهمه :
درې تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې دپوځيانو په کمين کې  ووژل شول
په دغو جګړه مارانو دبالابلوک ولسوالۍ په شيوان کلي کې کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .
دفراه ولايت دپوليسو درسنيو دفتر وايي چې دپوځيانو په دې کمين کې  درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته