نړۍ

دهند او روسيې ترمنځ څو دفاعي موافقه ليکونه لاسليک شول .

نوى ډيلى  باختر دتلي پنځه ويشتمه :
هند او روسيې  څو مليارده ډالري دفاعي تړونونه لاسليک کړل
دراکتي سيستمونو ، جټ الوتکو ، جنګي بيړيو  او د پوځي هليکوپترونو پلورنه په دغو قراردادونو کې  شامليږي .
دهند صدراعظم نارندا مودي او دروسيې  جمهور رييس ولاديمر پوتين دغه موافقه ليکونه پرون دهند په جنوب ګوا ايالت کې لاسليک کړل .
رسنيو اټکل کړى دى چې په دفاعي برخه کې له روسيې څخه دهند له پيرودنې  کچه ، ملياردونو  ډالرو ته  رسيږي  خو دمشخصو ارقامو په باب په رسمي ډول  څه نه دي ويل شوي .
نارندا مودي له پوتين سره په يوه ګډه خبري غونډه کې له تروريزم سره په مبارزې  ټينګار وکړ او ويې ويل  موږ له پولې اخوا څخه له تروريزم سره دمبارزې لپاره چې زموږ ټوله سيمه ګواښوي زموږ له اقداماتو سره دروسيې  په ملاتړ او درک له امله په ژوره توګه قدرداني کوو .
موږ  دواړو له تروريستانو او دهغوى له ملاتړو سره  په چلند کې  هر راز زغم ته داړتيا په باب تينګار وکړ .
دهند صدراعظم  زياته کړه جمهور رييس پوتين او ما په افغانستان کې دحالت او داسيا په  لويديځ کې دګډوډى   په باب زموږ دنظريو دورته والي يادونه وکړه .
دروسيې  جمهور رييس هم په دفاعي برخه کې دګډې همکارۍ خبرې وکړې څرګنده کړه چې روسيه دپوځي تجهيزاتو او  مهماتو دتامينولو تر څنګ د ډيرو عصري پوځي تجهيزاتو ګډ توليد هم پيلوي دمثال په ډول جنګي جټ الوتکې ، ټانکونه ،بيړۍ  ضد پراهماس ډوله توغندي ، د څو هدفونو لرونکي هليکوپترونه او هم په هند کې جوړې شوې جنګي بيړۍ زموږ په پروګرامونوکې شاملې دي
پوتين او موري دبريکس په نامه دپنځو نويو پيدا شويواقتصادي قدرتونو دغونډې تر څنګ وکتل .
دروسيې  او هند په ګډون ، برازيل ، چين او جنوبي افريقا په بريکس کې شامل دي
هند په نړۍ کې په فعالي برخه کې ډير ستر واردونکي دى .
اوس هند دپخواني شوروي د دورې له پوځي تکنالوژۍ  دعصري کولو لپاره سل مليارده ډالره لګوي .
د بريکس غونډه دغه  راز ددې زمينه برابروي چې دواړه مشران دهغو اختلافونو په باب چې په تيرو څوکلونوکې ددوى ترمنځ پيداشوي وو هم خبرې وکړې .
روسيه دپوځي لوژستيک په برخه کې دنوې موافقې په ګډون دامريکا له متحده ايالاتو سره دهند دزياتيدونکو اړيکو له امله انديښنه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته