سیاست

دډاډګيرنې پيغام

کابل باختر دليندى څوارلسمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني د تسلیت پیغام په خواشینۍ سره خبر شوم چې د ښارجوړولو وزارت دمخکېني سرپرست وزیر انجنیر روښان ولسمل پلار فضل احمد ولسمل د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوى دی. مرحوم فضل احمد ولسمل د هېواد د سابقه دار او باتجربه ښوونکي په توګه دپوهنې په برخه کې د قدر وړ خدمتونه کړي او زرګونه ځوانان یې د زده کړې په ګاڼه سمبال او د وطنپالنې په ملي روحیه روزلي دي، د نوموړي مړینه یوه ضایعه ده. د ارواښاد ولسمل کورنۍ، دوستانو، شاګردانو او د هېواد دپوهنې منسوبينو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) په دربار کې مرحوم ته د فردوس جنت دعا کوم. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته