سیاست

جي آى زيد: افغانستان په لومړيتوب کې دى

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٣٠:
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو معينې ميرمن عادله راز  د جرمني د نړيوالو همکاريو د دفتر د مديريت بورد له رئيسې ميرمن تانيا ګرونر سره په برلين کې وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :    
په دې کتنه کې لومړى ميرمن راز په تېرو څو لسيزوکې د افغانستان په بيا رغاونې او اقتصادي وده کې د جى آى زيد ادارې د رول له امله مننه او قدرداني وکړه او په افغانستان کې يې د دغه بنسټ د لازياتو اغيزمنو فعاليتونو او شتون د دوام غوښتنه وکړه.
په مقابل کې ميرمن ګرونر څرګنده کړه چې د دغه سازمان زيات فعاليتونه په افغانستان متمرکز دي او له افغانستان سره همکاري دوى ته لومړيتوب لري.
په دې کتنه کې دواړو لورو د ښځو د اقتصادي ځواکمن کولو د معياري مسلکي تعليماتو، حرفوي زده کړو، د اوبو دمديريت او د اوبو د ديپلوماسۍ او د علاقې وړ نورو پروژو په برخه کې د افغانستان د دولت د کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په اړوند د همکاريو د پراختيا په باب خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته