خبرونهټولنه

په زابل کې د پلو لارو د خلاصون کمپاین پیل شو

 کابل ، د چنګاښ ۲ مه، باختر

د زابل ښاروالۍ له لوري په مرکز کلات کې د دری ګزېو پلو لارو د خلاصون کمپاین پیل شو.

یاد کمپاین په داسې حال کې پیل شو، چې د زابل سرپرست والي سلیمان آغا بهیر، د کلات ښاروال مولوي لطف الله تر څنګ د ښاروالۍ  کارمندانو، او د یو شمېر ادارو استازو ګډون درلود.

د کمپاین په مهال د زابل سرپرست والي سلیمان آغا بهیر باختر آژانس ته وویل، چې خلګ د دغو لارو د بندښت له امله زیات په تکلیف وو او دا یې غوښتنه وه چې دغه لارې خلاصې شي، په همدې اساس مو نن یاد کمپاین را پیل کړی دی.

مرستیال والي په خبرو کې وویل چي دا کمپاین به تر هغې دوام ولري تر څو چې ټولې پلې لارې نه وي خلاصې شوي، سلیمان آغا بهیر له دوکاندارنو څخه وغوښتل، چې په پلو لارو او درې ګزیانو کې دې توکي نه ږدي، ځکه چې ښاریان ورباندې تګ راتګ کوي او په ښار کې د بې ځایه ګڼې ګوڼې او ترافیکي پېښو د زیاتېدو لامل ګرځي.

د کلات ښاروال مولوي لطف الله لطیفي وویل، دا د ښاریانو او خلګو غوښتنه وه، هغه ژمنه وکړه چې یاد کمپاین به تر هغې دوام ولري تر څو چې ټولې پلې لارې نه وي خلاصې شوي او د ښاروالۍ کارمندان به وخت په وخت د پلو لارو او درې ګزیانو د خلاصون لپاره خپل کار ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د زابل اوسېدونکي او قومي مشران هم د کلات ښاروالۍ د دې اقدام څخه  خوښي څرګنده کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ځله مخکې هم د ښاروالۍ ریاست له لوري دغه کمپاین ترسره شويی و.

صد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته