ورزش

دافغانستان د فوټبال ملي ټيم د بوتان د فوټبال په ملي ټيم بريالى شو

کابل باختر د وږي  يوولسمه :
دافغانستان دفوټبال ملي ټيم د آسيا دجنوب د هيوادونو دفوټبال په سياليوکې په دريو ګولونو سره د بوتان ملي ټيم ته ماتې ورکړه.
دباخترآژانس دخبر له مخې: دغه لوبه چې د نيپال هيواد په يوه ورزشي ډګرکې ترسره شوه؛ په لومړى ميدان کې دهيواد دملي ټيم لوبغاړو په يوه ګول سره لوبه پاى ته ورسوله. خو په دويمه نيمايي کې په همغږو  او پرله پسې  بريدونوسره يې وکولاى شول دوه ځلې نور د سيال دروازه پرانيزي.
په دې ترتيب د افغانستان دفوټبال ملي ټيم ددغو سيالو په لومړي لوبه کې د صفر په مقابل کې په دريو سره د بوتان ملي ټيم ته ماتې ورکړه.
دهيواد دملي ټيم  بله لوبه دکوربه هيوادنيپال دفوټبال له تيم سره کيږي.
دغه لوبه سبا ترسره کيږي او داسې اټکلونه کيږي چې دافغانستان دفوټبال ملي ټيم دنيپال په ملي ټيم هم بريالى کيږي .
د آسيا دجنوب دهيوادونو دفوټبال سيالۍ په دووګروپونوکې د ټيمونو ترمنځ پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته