امنیت

پوليسو په غزني کې ديوې ميرمنې دتښتونې عاملين ونيول.

کابل – باختر دمرغومې ٢٠ :
دغزني ولايت پوليسو ديوې ښځې دتښتونې په تور نن له غرمې مخکې اته تنه ونيول .
دغو کسانو تيره شپه يوه ميرمن دهغې دمور او پلار له وهلو او ډبولو وروسته تښتولې وه.
دخواجه عمري ولسوال على دوست شمس باختر آژانس ته وويل : دپوليسو منسوبينو دغزني ولايت دخواجه عمرى له ولسوالۍ څخه ديوې ميرمنې دتښتونې په تور شپږ تنه په غزني ښآر کې او دوه تنه نور په ميدان وردګو کې نيولي دي.
دغه راز دخواحه عمري ولسوال وايي چې تراوسه پورې دتښتول شوى ميرمن دبرخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوى خو ده تاييد کړه چې له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې او تحقيقات پيل شوي دي، ده زياته کړه چې دوه تنه انسان تښتوونکي دميدان وردګو ولايت دپوليسو په همکارى ددغه ولايت په مربوطاتو کې نيول شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته