ټولنه

په غورکې سيلاوونو يوولس ته ووژل

کابل باختر د ثور دمياشتې  ٢٠ :
په غور و لايت کې د سيلاوونو د ر اوتلو له امله د ماشومانو په ګډون ١١ تنه ووژل شول او د مالي تاوانونو په اوښتو سربېره د چغچران – هرات لويه لاره د ترافيکو پرمخ وتړل شوه.
دغه سيلاوونه له پرونيو سختو اورښتونو وروسته را ووتل او تر  تيرې شپې پورې يې دوام درلود.
د غور ولايت له پيښو سره د مبارزې د تياري د ادارې رييس حميدالله دادفر وايي  چې څلور تنه په شهرک ولسوالۍ، څلور تنه په دولينه ولسوالۍ او درې تنه ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند عليار سيمه کې وژل شوي دي .
ده دباخترآ ژانس خبريال ته وويل چې په دغو سيلاوونوکې د استوګنې نږدې ١٠٠ کورونه ويجاړ او په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه زيانمنه شوې ده او د څارويو يوه رمه چې شمېر يې سلګونو څارويو ته رسيږي؛ هم اوبو وړې ده.
د غور ولايت له پيښو سره د مبارزې د تياري د ادارې رييس وايي:  سيلاوونو د جام څلي ته څېرمه د چغچران _ هرات سړک هم ويجاړکړى دى او لاره يې د ترافيکو پرمخ  تړلې ده .
د غور ولايت د مرکز فيروز کوه د يادګار د کلي اوسيدونکى عبدالوهاب وايي چې  د لس جريبه ځمکې په ګډون چې غنم پکې کرل شوي وو؛ په سلګونو جريبه ځمکه سيلاو وړې ده.
ده زياته کړه چې دوه پلګوټي او سړکونه او په لسګونو ميوه لرونکي او بې ميوې نيالګي هم له منځه تللي دي.
د يوه بل خبرله مخې:
دفارياب او بغلان په ولايتونوکې هم دسيلاوونو د راوتلو له امله ٨ تنه وژل شوي او  ١٢ تنه نور ټپيان شوي دي او  د استوګنې زيات شمېر کورونه او کرنيزې ځمکې ويجاړې شوې او په سلګونو څاروي له منځه تللي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته