۱۰۰ ورځې

په ښه توګه د انتخاباتو د امنيت د تامينولو لپاره د افغانستان په لويديځ کې د اردو د قوماندانانو هلې ځلې

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
په ښه توګه د راى ورکولو د مرکزونو د امنيت تامينول اودجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو په انتخاباتوکې په شرايطو د برابرو کسانو دګډون لپاره د زمينو برابرول د ملي اردو د منسوبينو کاري لومړيتوبونه دي .
دظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال تاج محمد جاهد چې دبادغيس ولايت ته سفر کړى دى؛ ددغه ولايت د نظام شورا په غونډه کې د دغه خبر د اعلامولو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د ملي اردو ځواکونه د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د امنيت تامينولو ته چمتو دي.
په دې غونډه کې دبادغيس والي احمد الله عليزي په دغه ولايت کې دامنيتي حالت په اړوند خبرې وکړې او زياته يې کړه: د نړيوالو پوځيانو په ملاتړ او د افغان امنيتي ځواکونو په تيره بيا د ملي اردو په فعال شتون سره په بادغيس ولايت کې امنيت د ډاډ وړ دى .
ده ډاډ ورکړ چې افغان امنيتي ځواکونه په بشپړې همغږۍ کې د جمهوري رياست  او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتود امنيت د تامينولو لپاره تياري لري .
د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان هم دبادغيس ولايت ته دخپل  سفر هدف د امنيتي حالت او د امنيتي ځواکونو د ورځينو فعاليتونو څيړنه وبلله او ويې ويل: څيړنې ښيې چې په بادغيس ولايت کې امنيتي حالت قناعت بخښوونکى دى.
جنرال جاهد زياته کړه: د مسوولينو اساسي هدف دخلکو داساسي او اصلي حق په توګه دسولې او ثبات ټينګښت دى.
دملي اردو دغه جګپوړي مقام ټينګار وکړ: دمسوولينوهغه ستره دنده چې په انتخاباتوکې دګډون  په خاطر خلکو ته دشرايطو برابرول دي؛ بايد په صادقانه ډول ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته