امنیت

په هرات کې دقتل په تور ديوسړى دشپاړلس کاله بند حکم

کابل باخترد جوزا دمياشتي١١ نيټه :

دهرات ښارې ابتدائيه محکمې يو سړى  دقصدي وژنې اودمعصيت دترسره کولو په تور په شپاړلس کاله بند محکوم کړ.

ديوتورن  او ديوشميرنورو تورنو کسانو نسبتي دوسيي نن  دهرات دلومړۍ حوزي دابتدائيه محکمې درياست  دجزا دديوان په علنې غونډه کې وڅيړل شوي

دهرات دښارې ابتدائيه محکمې رييس قاضي سراج الدين نصر   چې ددغې غونډې مشرتوب يي  په غاړه درلود وويل دتورن يو ملګري  په درې کاله تنفيذي بند محکوم شوى دى .

په دې  غونډۀ کې  يوه ډله حرفوي جوارګر چې پخوا دامنيتي ځواکونوله خوا نيول شوى و دنغدي جريمې په ورکولو محکوم شول.

په دې غونډه کې  دغلا ، دښځې پرخلاف دتاوتريخوالي دهيوادوالو دټپي کولو او دالکولي مشروباتو دکارولو شپاړلس تنه تورن کسان  په تنفيذي بند اودنغدي جريمې په ورکولو محکوم شول .

له دې سره جوخت  هغه څلور تنه هيوادوال چې په ترافيکي پيښو کې يي رول درلود هم دترافيکي جرمونو  دديوان له خوا په مجازاتو محکوم شول.

دتورنو دوسيې دښارې ابتدائيه محکمې دترا فيکي جرمونو دديوان په علنې غونډۀ کې دقاضيانوله خوا وڅيړل شوي .

په دغو څلورو تنو دترافيکي وژنې او دغه راز په ترافيکي پيښو کې دهيوادوالو  دټپي کولو  تور لگول  شوي و.

يوشمر دغه کسان په تنفيذي بند سربيره دنغدي جريمې په ورکولو هم محکوم شول .

دهرات دښارې محکمې رييس قاضي سراج الدين نصر وايې چې دتورنو کسانو داستيناف غوښتنې حق محفوظ دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته