امنیت

د هېواد په ختیځ کې ۱۲ تنه تښتول شوي ماین پاکوونکي آزاد کړی شول

اسعد اباد باختر د زمري ۹ مه
د کونړ ولایت له ماڼوګي ولسوالۍ څخه دولس تنه تښتول شوي ماین پاکوونکي د قومي  مشرانو په منځکړیتوب را خوشې شول.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن سهار د باختر اژانس سیمه یېز  خبریال  ته  وویل چې دغه دولس تنه ماین پاکوونکې دوه اوونۍ وړاندې د ماڼوګې ولسوالۍ له بارکنډۍ څخه داعش وسله والو تښتولي وو چې پرون ناوخته د سیمې د قومې مشرانو په هڅو را خوشي شول.
مصمم وایی: دغه ماین پاکوونکي د ایریا موسسې کارکوونکي دي او ټول خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي
تر اوسه داعش د ماین پاکوونکو د تښتولو او راخوشې کولو په اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته