ټولنه

دقران عظيم الشان ختم وشو او دفاتحې مراسم پرځاى شول .

کابل باختردسلواغې  درې ويشتمه :
دسترې محکمې دهغو اداري او خدماتي کارکوونکو چې دتيرې اوونۍ دسه شنبې په ورځ  دسترې محکمې ددروازې په وړاندې  دځانمرګي بريد له امله  شهيدان شوي  و  نن  دسترې محکمې په جامع جومات کې دقران عظيم الشان ختم وشو او دفاتحې مراسم پرځاى شول .
دسترې محکمې دخپرونو رياست  باختراژانس ته خبرورکړ ،  په دغومراسمو کې  چې دسترې محکمې درييس  قانونپوه سيد يوسف حليم او دسترې محکمې دعالي شورا  دغړو په ګډون پرځاى شول  لومړى دقران عظيم الشان په ختم سره  دسترې محکمې  دشهيدو منسوبينو پاک روح ته  دعا وشوه او دالله ( ج ) له دربار څخه شهيدانو ته دفردوس جنت هيله  وشوه .
وروسته  دفاتحې په مراسمو کې هم  دسترې محکمې  درييس او غړو ، لوى څارنوال ، دعدليې دوزير ، دملي شورا ديوشمير وکيلانو ، جګپوړو دولتي مقاماتو ، قاضيانو او دسترې محکمې  داداري کارکوونکوپه ګډون پرځاى شول  دکلام الله مجيد ايتونه تلاوت شول او برخه والو  دالله ( ج ) له دربار څخه مسئلت  وکړ چې  ټولو شهيدانو ته  فردوس جنت ، ټپيانو ته سملاسي روغتيا او زموږ په ګران هېواد کې سوله او ثبات او امنيت  تامين کړي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته