فرهنګ

هارون حکيمي: فرهنګي ميراثونه او تاريخي ودانۍ د افغانستان د خلکو ملي او مقدسې پانګې دي

کابل / د زمري ۴مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين هارون حکيمي په مشرۍ د «وسله والو شخړو په وخت کې د تاريخي او فرهنګي آثارو د ساتنې ملي کمېټې» غونډه نن جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې لومړى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين د هغو تاريخي ودانيو او لرغونو آثارو پر نه خونديتوب خپله اندېښنه څرګنده کړه چې د جګړې او د وسله والو مخالفينو تر واکمنۍ لاندې سيمو کې دي.
هغه څرګنده کړه چې د هېواد تاريخي ودانۍ او فرهنګي ميراثونه د افغانستان د خلکو ملي او مقدسې پانګې دي او زياتره دغه ودانۍ په اسلامي دورې پورې اړوند مقدس اماکن دي.
هارون حکيمي زياته کړه: د دغو ملي پانګو ساتنه نه يواځې د دولت مسووليت دی، بلکې د افغانستان د ټولو خلکو مسووليت دى او له دغو ودانیو څخه بايد د سنګر او د جګړې ډګر په توګه استفاده و نه شي.
هغه دغه راز د افغانستان د خلکو د تاريخي شتمنيو د ساتنې په خاطر د «وسله والو شخړو په وخت کې د تاريخي او فرهنګي آثارو د ساتنې ملي کمېټې» او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هلوځلو ډاډ ورکړ.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې رييس عبدالاحد عباسي او د لرغونپېژندنې رييس نورآغا نوري په وار سره د هېواد د تاريخي ودانیو د وضعیت او هغو خطرونو په اړه چې دغه آثار ور سره مخ دي او همدارنګه د لرغونو ساحو د حالت، غيرقانوني کيندنو او له دغو ساحو څخه د آثارو د قاچاقو په اړه څرګندونې وکړې.
همدارنګه په دې غونډه کې د کمېټې غړیو د تاريخي ودانیو او لرغونو آثارو د ساتنې او د وسله والو مخالفانو تر واکمنۍ لاندې سيمو کې د تاريخي آثارو د قاچاقو او د غيرقانوني کيندنو د مخنيوي د څرنګوالي په اړه خپلې نظريې او پېشنهادونه وړاندې کړل.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته