ټولنه

په پروان ولايت کې ٢١ پرمختيايي پروژې بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
دپروان ولايت په مربوطاتو کې داوولسو مليونو افغاينو په لګښت ٢١ پرمختيايي پروژې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .
دپروان ولايت دکليو دبياجوړولو اوپراختيا رييس دباختر آژانس خبريال ته وويل :- په دغو پروژو کې د ٧ تولنيزو مرکزونو د ١١٢٥ مترو مکعبو اوبو په ظرفيت داوبو رسولو دشبکې دزيرمې ،د څه ناڅه زرو مترو په اوږدوالي د اوبولګولو دکانال او د ١٢٠ مترو په اوږدوالي دمحافظوي ديوال جوړول ، د ١٨٠٠ مترو په اوږدوالي دسړک د غاړو دويالو کيندل، د ٦٧٥ مترو په اوږدوالي د کليوالي سړک جوړول او کريړ اچول دموټرو دتګ راتګ ديوه پله، ديوه ښوونځي او ديوه کلينيک دودانيو جوړول او د څښاک داوبو دڅاګانو کيندل شامل دي چې ددغو پروژو له ښګيڼو څخه څه دپاسه ٢٠٠٠ کورنۍ ګټه اخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته