نړۍ

دداعش دډلې دوه سوه غړي په عراق کې ووژل شول

بغداد اليوم السابع   باختر د ليندۍ دمياشتې  ٣:
دداعش دډلې  نږدې دوه سوه تنه غړي دعراق په دياله او نينوا ولايتونو کې  ووژل شول .
باخترآژانس داليوم السابع   دخبري سايت له خولې خبر راکړ :
دداعش دډلې يو سلو پنځوس تنه غړي  پرون دعراق د اردو دهغو پراخو عملياتو په بهير کې  ووژل شول  چې  دکردانو او دوګړنيو داوطلبو ځواکونو په ملاتړ  ددياله ولايت   ديوشمير سيمو د آزادولو لپاره ترسره شول.
امنيتي  ځواکونو او د وګړني مقاومت ځواکونو او کردانو پرون  په يو لړ پراخو
عملياتو کې وکولاى شول   د ربيعه ، بني ويس ، الا تينينه ، العساکر، العصريه او دپادګان کبرا  سيمې آزادې کړې .
په دغو عملياتو کې په بمونو بار  دوه ليږدونکې واسطې هم ويجاړې شوې.
له بلې خوا هم دسومريه نيوز خبري سايټ  دموصل په  جنوب کې ددغې ډلې په سنګرونو  دهوايي بريد له امله دداعش دډلې د ٤٥ تنو د وژل کيدو خبر ورکړ.
په دغو کسانو کې دلويديځو او اروپايي هېوادونو په تابيعت سره  دداعش دډلې  يوشمير قوماندانان هم ليدل شوي دي .
دعراق  په نينوا ولايت کې  يوه سيمه ييز مسوول وويل :  چې دايتلاف دځواکونو جنګي الوتکو ديکشنبې دورځې په  مازيګر دموصل دلويديځ په الشوره  سيمه کې دداعش دډلې  دغړو په مقر  په بريد سره ددغې ډلې  پنځه څلويښت عناصر  ووژل .
په دې بريد کې  دداعش په ډلې پورې اړوند يوشمير ليږدونکي وسايط هم ويجاړ شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته