اقتصاد

مرکزي بانک پنځوس مليونه ډالره ليلاموي .

کابل _باختر دوري اته ويشتمه :
مرکزي بانک د  داوطلبيوله لارې  پنځوس مليونه ډالره ليلاموي .
په هغه ليک کې چې په دې اړوند دمرکزي بانک له لارې باختراژانس ته  رسيدلى دى ويل شوي دي
دافغانستان بانک دروان کال دوري دمياشتې په ٣١مه او دثور دمياشتې په دريمه د شنبې اوسه شنبې دورځو په داوطلبيو کې پنځوس  مليونه امريکايي ډالره دليلام په ډول پلوري .
په شرايطو برابر هغو ټولو صرافانواو تجارتي بانکونوته چې شل مليونه امريکايي ډالره يې  پخوا دتضمين په ډول دافغانستان بانک دبازاردعملياتو په لوى مديريت کې  تحويل کړي وي  بلنه ورکول کيږي چې  په داوطلبيو کې  ګډون وکړي  او دليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه تردوو ورځو پورې  تصفيه کړي .
له ټولو ګډون کوونکو څخه  غوښتنه کيږي  چې دداوطلبئ فورمې  دې دشنبې دورځې  دسهار تر نهو بجو پورې  دبازار دعملياتو  له مديريت څخه  ترلاسه کړي  او تر نهو بجو او ديرشو دقيقو پورې دې  بيرته  اړوندو موظفينو ته  وسپاري .
هغه صرافان چې  تراوسه پورې يې  شل زره امريکايي ډالره د ډالر په ليلامونو کې دګډون لپاره  تضمين نه دي تحويل کړي کولى شي  له داوطلبئ څخه  يوه ورځ مخکې  دخپل تضمين پيسې تحويلې کړي او په راتلونکو  ليلامونوکې ګډون وکړي .   ديادونې وړ ده  چې د معاملاتو قسمي تصفيه مجاز نه ده دليلام ګټوونکي دې  دخپل ذمت پيسې يو ځاى په نغدي توګه په ټاکلي وخت کې تحويلې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته