اقتصاد

جمهور ريیس غني: د مالي چارو او د بودجې مدیریت د ښه والي په اړه دې عملي اقدامات وشي

کابل د کب ٢٥ مه باختر 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د مالیې وزارت رهبرۍ سره د یاد وزارت د مالي چارو او بودجې د مدیریت ښه والي او  د تشکیلاتي جوړښت د اغيزمنتوب  اړوند فرمان په اړه خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛
په پیل کې د مالیې وزارت رهبرۍ د یاد فرمان د تطبیق په اړه د خپلو تیاریو او راتلونکو ګامونو راپور جمهور ريیس سره شریک کړ.
جمهور ريیس غني د مالیې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د یاد فرمان د عملي کولو لپاره خپلې کړنې چټکې او اصلاحات عملي کړي، ترڅو پر وخت د مالي ځان بسیاینې او عوایدو زیاتېدو په اړه ټاکل شوي هدف ته ورسېږو.
جمهور ريیس په ټینګار وویل: د عوایدو راټولېدو پروسه کې دې  د غیر قانوني مداخلو او نفوذ مخنیوی وشي. په ګمرکونو کې دې اصلاحات ګړندي او د ګمرکونو زېربناوې دې جوړې شي.
جمهور ريیس مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې په بندرونو، صادراتو او وارداتو د کرونا وایروس اغېزې دې واضح وارزوي او هره امنیتي پوسته چې په اخاذي  ونیول شي، جدي قانوني چلند دې ورسره وشي.
جمهور ريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: په ګمرکونو کې ګمارنې به د ازاد رقابت او شفافې پروسې له لارې ترسره او په دې پروسه کې مداخله کوونکو سره به قانوني چلندکېږي.
پاىع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته