امنیت

دملي اردو دځواکونو په عملياتوکې يو شمير وسله وال مخالفين ووژل شول.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٩
د ملي اردو د ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې يو شمير وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله  واوښته او  يوه اندازه  وسلې ترلاسه شوې .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې  په ليږلو سره ليکلي دي :  دملي اردو ځواکونو دبادغيس ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ او دفراه ولايت دبکواه  ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې  له امله يې يو شمير مخالفينو ته  مرګ ژوبله واوښته.
دغه راز دهغو عملياتو په بهير کې چې دملي اردو دځواکونو له خوا د هرات ولايت د ادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره  شول يو شمير وسله  وال مخالفين ووژل شول او دوه  ميله سپکې وسلې ترلاسه  شوې او د پکتيا ولايت دتيرې غاښي په  مربوطاتو کې دملي اردو دمنسوبينو د امنيتي ګزمې په بهير کې دوه ميله سپکې وسلې او يوه اندازه  مهمات  ترلاسه  کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته