اقتصاد

په اوونۍ کې پنځه ورځې پاکستان له افغانستان سره خپل بندرونه پرانيزي .

کابل / دثور ١٣مه / باختر:
پاکستان دتورخم او سپين بولدک بندرونه له دې زيات دافغانستان  دتجارتي کاروانونو پرمخ پرانست .
دکرونا ويروس   له خپريدو وروسته پاکستان  پخواخپل بندرونه  له افغانستان سره وتړل .او په اوونۍ کې  درې ورځې  دسوداګريزو کاروانونوپرمخ دغه بندرونه پرانستل .
اوس  دغه هېواد اجازه ورکړى  چې دافغانستان تجارتي کاروانونه په اوونۍ کې پنځه ورځې ددغو بندرونو له لارې  تګ راتګ وکړي .
په دې اقدام سره افغانستان ته دتجارتي مالونو دلېږدونې بهير ګړندى او په بازارونوکې دلومړنيو توکو بيې ټيټې شي .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته