اقتصاد

دسمنګانو بزګرانو د يوسلو اته شپيتو زرو ټنوغنموحاصلات اخيستي دي

کابل باختردوږي دمياشتې ١٤ :
دسمنګانوولايت دکرنې او ابولګولو دادارې مسوولين وايې دسږکال دغنموحاصلات دتېرکال په پرتله په سلو کې پنځه سوه زيات شوي  دي.
دسمنګانو ولايت دکرنې د ادارې سرپرست سيدرفيع الله روشن زاده باختراژانس ته وويل: ددغه ولايت بزګرانو اوکروندګرتيرکال د اورښت دنشتوالې او وچکالي له امله  دآبي اوللمي غنمو دکرکيلي له ساحې څخه څه ناڅه ديارلسو زرو ټنو غنمو حاصل اخيستي و، خو دغه اندازه په روان کال کې څه دپاسه يوسلو اته شپيتو زرو ټنوته رسيدلي .
ده وويل: په روان کال کې دپرله پسې ارزښتونو له امله په دغه ولايت کې دغنمو دحاصلاتو کچه لوړه شوي ده. دهغو څيړنو له مخې چې دوى دسمنګانو ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو کې ترسره کړي دي په ټوليزه توګه دغنمو په حاصلات په سلو کې پنځه نوي زياتوالې راغلي دي.
د روشن زاده دمعلوماتوله مخې، سږکال دسمنګانو بزګرانو په ديارلس زره پنځه سوه هکتاره آبي ځمکه اوديوسلو شل زره هکتاره للمي ځمکه کې غنم کړلي وو.
ده دغه راز دکرنې او اوبولګولو وزارت له خوا دکرنې داصلاح شويو تخمونو ويشل ، دزيان رسوونکو خزندو په تيره بيا دملخانو پرخلاف مبارزه دغنمو په زرګونو جريبه ځمکه دبزګرانو په  همکاري د روان کال په پسرلۍ کې ترسره شوي و دغنمو دحاصلاتو د زياتوالي بل دليل وباله اوويې ويل: تيرکال دسختې وچکالي له امله چې دسمنګانو خلک ورسره مخامخ و دهغوى په سلو کې له اتيا څخه ترپنځه نوي پورې کرکيله وچه شوى وه.
مسوولين وايي: په همدې دليل دولت دنړيوالې ټولنې په همکاري په شلو زرو تنو بزګرانو دکرنې اصلاح شوي تخم وويشل اوپه زرګونو جريبه ځمکه دزيان رسونکوخزندې پرخلاف مجادله وشوه.
دسمنګانو ولايت دمرکز ګل قشلاق دکلي يوتن بزګرمحمدابراهيم وايي: تيرکال يې دوه څلويښت جريبه آبي ځمکه او پنځه اويا جريبه للمي ځمکه کې يې غنم کرلي و چې د وچکالي له امله دهغه کرونده له منځه لاړه اوحاصل يې وانه خيست خوسږکال يي بياپه دغه ځمکه کې غنم کرلي و. چې له هغه څخه څه دپاسه يوزرو پنځه سوه منه غنم حاصل واخيست .
ده وويل: پنځه سوه منه يې د کورني لګښت کېږي او زرمنه يې بازار ته وړاندې کوم.
په همدې حال کې ددغې ادارې مسوولين وايې دغنمو محصولات سرله دې چې ددغه ولايت دخلکو اړتياوې پوره کوي په زرګونو ټنه غنم هم دهېواد نورو ولايتونو ته وړاندې کوي.
دسمنګانو ولايت  دکرنې دادارې يوتن چارواکې شهربارقل وويل:  دهغې احصايې له مخې چې له دوى سره شته دسمنګانو ولايت په مرکز او ولسواليو کې نيم مليونه  تنه وګړي ژوند کوي چې هرکال نوي زرو ټنو غنمو ته اړتيالري.
دکرنې او اوبولګولو وزارت مسوولينو څه موده مخکې هم ويلي و چې په روان کال کې په هېوادکې دغنمو حاصلات په سلو کې څلور نوي دهېواد اړتياوې لرې کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته