کابل باختر دسلواغې څليرويشتمه :
امنيتي ځواکونو پرون په لغمان ولايت کې يوه اندازه هيروئين ترلاسه کړل .
دغه هيروئين په يو سلو څلويښتوکڅوړوکې ځاى پرځاى شوي و او ديوې لارى په واسطه د ليږدونې په وخت کې د لغمان ولايت دقرغيو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترلاسه شول .
دلغمان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داوود امين باخترآژانس ته وويل: د لاري چلوونکى په تيښتې بريالى شوى دى او دهغه دنيولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ