امنیت

دوه تنه طالبان له دوو ماينونو سره ونيول شول .

-کابل باختر د ثور نولسمه :

دوه تنه وسله وال طالبان چې غوښتل يې دوه ماينونه  دنيمروز ولايت په يوه واټ کې ښخ کړي پرون ونيول شول .

دنيمروز ولايت  دچاربرجک ولسوال حاجي نبي براهوي دباختراژانس خبريال ته وويل دوه تنه وسله وال  طالبان چې غوښتل يې دوه ماينونه دنيمروز ولايت دچاربرجک  ولسوالۍ دخجو دکلى په سړک کې ځاى پرځاى کړي له دوو کلاشينکوفونو سره ونيول شول  . دموضوع دعواملو دموندلو لپاره دپوليسو تحقيقات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته