ټولنه

په کندزکې د امام صاحب د زيارت مبارک علم پورته کړاى شو

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٠ :
په کندز ولايت کې په امام صاحب مشهور د حضرت امام حسين د زيارت مبارک علم نن  دخلکو په پراخ ګډون سره او ترسختو امنيتي تدبيرونو لاندې پورته کړاى شو.
د امام صاحب ولسوال امان الله قريشي وايي چې دغه مبارک علم د بدخشان، بغلان ، بلخ ، غزني ، کابل  او دکندز د ولايتونو او د هېواد د نورو ولايتونو   دخلکو په ګډون د ولولو په  څپوکې پورته کړاى شو .
په هغو مراسموکې دامام صاحب دروضې تاريخچه  دامام صاحب د ولسوال  له خوا ولوستل شوه او وروسته څوتنو عالمانو د آنحضرت دغوره سجاياوو، حميده اخلاقو او کارنامو په باب يو لړ مطالب بيان کړل.
د امام صاحب د زيارت دمبارک علم د پورته کولو مراسم کال په کال د وري دمياشتې  له لسمه نيټه پرځاى کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته