خبرونهورزش

په هرات کې د غيږ نیونې سیالۍ پیل شوې

 کابل ، د غبرګولي ۲۲ مه ، باختر

د سیمه ییزې غېږې نیونې (رستمي) سیالۍ پرون په داسې حال کې چې د هرات د بدنې روزنې او ورزش رییس مولوي ګلاب الدین خپلواک، ورزشي ښوونکي د ورزش مخکښان او یو زیات شمېر ننداره کوونکي حاضر وو د ګزرګاه شریف په ورزشي ډګر کې ترسره شوې.

د باختر آژانس د خبر له مخې، د سیالیو په دې دوره کې د رستمي غېږي نیونې د ۲۱ کلپونو څخه سلو پهلوانانو ګډون کړی و چې په بېلا بېلو وزنونو کې یې سیالي وکړه.

خپلواک د دغو سیالیو د کتنې په ترڅ کې د ورزشکارانو هلې ځلې وستایلې او څرګنده یې کړه چې دودیز ورزشونه د هېواد له فرهنګي میراثونو څخه دي او د دغه شان ورزش پرمختک د هرات ورزشي ادارې له لومړیتوبونو څخه دي.

د سیالیو په پای کې د لومړي مقام ګټونکو ته د ستاینې لوحې او جایزې ورکړل شوې.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته