ټولنه

دګرديز_ لوګر لويه لاره د واورې د اورښت له امله تړل شوې ده .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٣
د پل علم – ګرديز لويه  لاره  د واورې دسخت اورښت له امله  نن سهار د ترافيکو پرمخ  وتړل شوه .
د پکتيا ولايت  د فوايد عامې رييس انجينير عبدالله باختر آژانس ته وويل  :
د واورې سخت اورښت او توپان د تيرې په  غاښې کې  دپل علم – ګرديز لويه  لاره
د ترافيکو پرمخ  تړلې ده.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې  :   د واورې  پاکولو او د فوايد عامې د کار دقواو وسايط په ساحه کې دې او هلې ځلې کوې چې دغه لويه لاره  پرانيزې  خو سخت توپان  د دوې دکار مخه نيسي.
ويل کيږي  په دې لويه لاره کې په لسګونو مسافر وړونکې موټرونه   په   دواړو خواو  کي بند پاتې شوي دي.
يو شمير خلک چې په دې لويه لاره کې بندپاتې  دي وايي يو شمير ناروغان په دغو موټر کې شته چې دمړينې له ګواښ سره مخامخ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته