امنیت

په هرات کې د انسان تښتوونکو يو بانډ ونيول شول

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢١ نيټه :
د انسان تښتوونکو يوه څلور کسيزه ډله د هرات ولايت د ملي امنيت رياست د منسوبينو له خوا وپيژندل شوه او له منځه يوړل شوه.
د دغې ډلې افرادو څه موده مخکې د يوه ټګسي موټر چلوونکي له هرات ښارڅخه تښتولى او وژلی يې و.
د ملي امنيت رياست د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې: دغه کسان د هرات ښار د١٣ ناحيې د مسلخ کمپ اوسيدونکي دي چې لس ورځې مخکې د ټکسي يو  موټر چلوونکى تښتولى او وروسته يې شهيد کړى و.
دا په داسې حال کې ده چې يوه مياشت مخکې هم درې تنه انسان تښتوونکي د يوه ټکسي موټر چلوونکي د تښتولو او وژلو په تور نيول شوي و.
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته