سیاست

صلاح الدين رباني له ميرمن اليس ويلس سره وکتل .

کابل باختر د سلواغې لسمه :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني دمنځني او جنوبي اسيا  په چارو کې  دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت له معينې  ميرمن اليس  ويلس سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  ميرمن ويلس  په افغانستان کې  دسولې  دټينګښت په لاره کې  دامريکا دوروستيو هلوځلو په يادونې  سره دسولې  په خاطر  کورنى  اجماع يې  مهمه وبلله .
  دې  دافغانستان دراتلوونکې لپاره دجمهوري رياست   دانتخاباتو دارزښت په يادونې سره  دانتخاباتو په ترسره کولو کې په شفافيت او باور ټينګار وکړ .
  رباني هم   دسولې په بهير کې دافغانستان په مشرۍ او مالکيت  او دخبرو په پراختيا چې ټول ځانونه پکې احساس کړي  ، ټينګار کړى دى .
دواړو لورو  ددوه اړخيزو همکاريو ، سيمه ئيزوهمکاريواو له تروريزم سره دمبارزې په باب خبرې اترې وکړې .
  ختم- ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته