خبرونهامنیت

په کندز کې د طالبانو برید په شا وتمبول شو

کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر

په کندز کې تېره شپه د وسله والو طالبانو برید په شا وتمبول شو او شپږ وسله وال طالبان هم ووژل شول.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو غوښتل د کندز د خان آباد ولسوالۍ په تنورجوړولو ساحه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړي چې د پوځیانو له مقاومت سره مخ شول.

جمال زیاته کړه چې په پېښه کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول، خو پوځيانو ته د سر زیان نه دی اوښتی.

پای/ع

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته