امنیت

دازبکستان داسلامي تحريک يو مشهور قوماندان په افغانستاکې ونيول شو .

کابل باختر دوږي  لومړي

 دازبکستان  داسلامي تحريک يو مشهور قوماندان نن دافغانستان په شمال کې ونيول شو .

 دغه قوماندان چې هويت يې  نه دې په ډاګه شوي نن سهار د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان ځواکونو او د ناټو دقوتونو  په عملياتو کې نيول شوي دي

 ناټو باختر اژانس ته ديوي خبرپاڼې په ليږلو سره وايي چې د ازبکستان داسلامي  تحريک دغه قوماندان په کندز کې دافغان ځواکونو اودناټو دقوتونو پرخلاف دبريدونو درهبري مسووليت په غاړه درلود او هم يې ياغيانو ته مالي او پوځي امکانات برابرول .

 دناتو دخبرپاڼي دمعلوماتو له مخي دازبکستان داسلامي تحريک دغه قوماندان دغه راز ياغيانو ته دتروريستي بريدونو لاري چاري ورزده کولي .

 دازبکستان داسلامي تحريک تروريستي سازمان په افغانستان کې دطالبانو د رژيم له لاپرځيدو وروسته له نورو ياغي ډلو سره يوځاي  په افغانستان  کې تروريستي فعاليتونه پيل کړي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته