امنیت

پنځه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دزمري ديرشمه :
په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د افغان امنيتي ځواکونو او د نړيوالو پوځونو په ګډو چاڼيزو عمليات کې پنځه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړچې دغه عمليات دافغان امنيتي ځواکونو او د نړيوالو پوځونو له خوا د کونړ، لغمان ، بغلان ، قندهار ، ارزګان، ميدان وردګو ، لوګر ، او د غزني د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې پنځه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ يوولس تنه تپي اونهه تنه نور يې ونيول شول .
په دغو عملياتوکې يوه زياته اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
دغه راز افغان امنيتي ځواکونو دلوګر او هرات د ولايتونو په مربوطاتوکې دوه ماينونه او د هاوان اته ماينونه کشف او شنډ کړل .
ديوبل خبر له مخې: دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د ملي پوليسومنسوبينو شپږ تنه د وژنې په تور د کابل ښار د اوومې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې ونيول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته