سیاست

دیوید کامرون: بریتانیا له یو با ثباته، سوله ييز او سوکاله افغانستان څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي

کابل باختر دلړم دمياشتي ١٠ :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په سیمه ایز وخت پرون مازیګر د بریتانیا له صدراعظم دوید کامرون سره د هغه هېواد د صدارت په ماڼۍ کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د مناسباتو د لا پیاوړتیا او له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د بریتانیا د رول په باب خبرې وکړې او د افغانستان، پاکستان او بریتانیا ترمنځ د درې اړخیزو ناستو پر اهمیت او دوام باندې یې ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې د بریتانیا صدراعظم دیوید کامرون، وویل: بریتانیا له یو باثباته، سوله ييز او سوکاله افغانستان څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي او زه په دې باور یم چې باامنه افغانستان نه یوازې د افغانستان په ګټه دی، بلکې د بریتانیا په ګټه هم دی.
ده، څرګنده کړه  له هغه وروسته چې بریتانیایي ځواکونه له افغانستان و وځي، موږ له افغانستان سره د مرستې پروګرامونه لرو او له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کوو.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په دې کتنه کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا ترمنځ د درې اړخیزو ناستو د جوړیدو له امله د بریتانیا د صدراعظم  له نوښت او هڅو او له یوې لسیزې څخه په زیاته موده کې له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو او همکاریو له امله مننه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته