امنیت

په هلمند کې دوسله والو طالبانو له خوا دلسګونو اسيرو شويو سرتيرو دويډيو خپريدل .

کابل باختر دتلي  درې ويشتمه :
وسله والو طالبانو دهغو لسګونو تنو سرتيرو ويډيو خپره کړې ده چې ادعا کوي په هلمند ولايت کې په وروستيو جګړو کې يې نيولي دي
په دې لنډه ويډيو کې داردو په لسګونو تنه سرتيري تر سترګو کيږي چې په پريښانو څيرو سره په يوه ستره خونه کې څنګ په څنګ ناست دي
طالبان وايي دملي اردو دغه په لسګونو تنه سرتيري  يې دهلمند ولايت دمرکز لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې نيولي دي .
دتصوير اخيستلو وخت  معلوم نه دى او تراوسه پورې دملي دفاع وزارت مقاماتو په دې اړوند نظر نه دي څرګند کړي خو ددغو ويډيويي تصويرونو له خپريدو مخکې ، دافغانستان په جنوب کې پوځي مقاماتو تاييد کړه چې دهلمند په ځينو  سيمو په تيره بيا ددغه ولايت په مرکز لښکرګاه ښار د وسله والو طالبانو په وروستيو بريدونو کې په لسګونو تنه پوځيان  شهيدان شوي او په لسګونو تنه  نور دطالبانو له خوا نيول شوي دي .
دملي اردو مقاماتو آن په هلمند کې دوروستيو نښتو په بهير کې  دلسګونو تنو پوځيانو دبې درکه کيدو خبرې وکړې .
په همدې حال کې په هلمند ولايت  کې يوې پوځي سرچينې چې دهويت له افشا کولو څخه يې ډډه وکړه دباختراژنس خبريال ته وويل چې دطالبانو له اسارت څخه دپوځيانو دژغورنې لپاره هلې ځلې پيل شوې دي
ويډيويي  تصويرونه ښيي چې وسله والو طالبانو دملي اردو اسير شوي پوځيان په يوه ښوونحي کې ساتي .
په هلمند کې پوځي مقامات وايي چې وسله والو طالبانو دغه پوځيان له لښکرګاه ښار څخه دهغه شاوخوا سيمو ته ليږدولي دي .
دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دپوځيانو دسر دزيان دزياتوالي او په ډله ئيز توګه دپوځيانو نيول کيدل  دپوځي واحدونو دمديريت يعنې دملي دفاع او دکورنيو چارو په وزارتونو انتقادونه راپارولي  دي
زموږ هېوادوال وايي چې دملي وحدت  حکومت په لوړو امنيتي  او پوځي څوکيو کې دغير اغيزمنو کسانو دګومارلو په علت د پوځيانو دسردزيان دزياتوالي او دهېواد په ګوټ ګوټ کې   دهغوى دکلابند کيدو او په پاى کې په نااګاهانه ډول دهغوى داسارت سبب شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته