امنیت

شپږ تنه په ميدان وردګو کې دتاريخي اثارو دقاچاقو په تور ونيول شول .

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
يوه شپږ کسيزه  ډله دميدان وردګوپه ولايت کې په  غيرقانوني ډول دقبر دکيندنې  په تور ونيول شوه .
دغې شپږ کسيزې ډلې چې دلرغونواو تاريخي اثارودپلټنې لپاره يې قبرونه کيندل دامنيتي ځواکونو له خوا دميدان وردګوپه ولايت کې ونيول شول .
دميدان وردګو ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد اورنګ  مختار دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان دميدان ښار دسلمان  فارس په سيمه کې دخان بابا زيارت ته څيرمه دکيندنې په وخت کې ونيول شول .
مختار زياته کړه چې مشکوکو کسانو څو اډوکي او کوچني ټوټې اوپارچې  او خټيڼې کوزې  له قبر څخه ايستلې وې چې دخلکو په همکارۍ امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړ شوى و .
دميدان وردګو په  ولايت کې سيمه ئيز مسوولين وايي  چې په دې ولايت کې له پخوا زمانو څخه زياتې تاريخي ساحې او اثار شته چې په ټوليزه توګه دتاريخي  اثارو  دکيندونکو له خوا په ميدان وردګو  د ٤٨تاريخي ساحې تثبيتې شوي دي چې تراوسه پورې ١٨ ساحې يې ددغه ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست په واک کې دي او نورې يې په ناامنو ساحوکې دي چې طالبان پکې نفوذ لري .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې نيول شويو کسانو په خپلو لومړنيو تحقيقاتو کې دتاريخي اثارو دقاچاقو په باب په خپل جرم اعتراف  کړى دى او قضيه څيړل کيږي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته