سیاست

جمهور ريیس د انتخاباتو د امنیت د تامین لپاره پر جدي تدابیرو او په ځانګړو عملیاتو کې پر لازم دقت ټینګار وکړ

کابل / باختر/ د زمري ٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ  اعلی سرقومندانۍ غونډه چې په کې د هېواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د شکایتونو کمېسیون رئیسانو هم حضور درلود، جوړه شوه. 
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې نن سهار په ارګ کې جوړ شوه، لومړی امنیتي او دفاعي مسوولینو د رای ورکولو مرکزونو،محلونو، د ټاکنیزو دفترونو د کارکوونکو او رایه ورکوونکو د امنیت د ټینګښت لپاره د جمهوري ریاست د ټاکنو امنیتي پلان وړاندې کړ. 
جمهور ريیس غني د یاد پلان تر اورېدو وروسته وویل، د هېواد امنیتي او دفاعي بنسټونه دې په ګډه همکارۍ او لا زیاتې همغږۍ د جمهوري ریاست د ټاکنو بهیر د امنیت ټینګښت لپاره جدي تدابیر ونیسي.
جمهور ريیس د ټاکنیزو څارونکو، رسنیو، مدني ټولنو او د ټاکنو اړوند نورو بنسټونو د امنیت پر تامین ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د جمهوري ریاست د کاندیدانو او انتخاباتي ټیمونو امنیتي غوښتنو ته دې پر وخت رسېدګي وشي.
د هېواد جمهور ريیس د امنیتي ګواښونو زیاتېدو ته په اشارې وویل، د هېواد امنیتي او دفاعي بنسټونه دې د خپلو امنیتي پلانونو جوړولو او د برنامو په عملي کولو کې زیات انعطاف په پام ولري.
د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډې په دویمه برخه کې، د هېواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو د ملکي تلفاتو د مخینوي لپاره د خپلو اقداماتو او تدابیرو راپورونه غونډې ته وړاندې کړل.
هغوی وویل، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي.
یادو مسوولینو څرګنده کړه، چې په هره امنیتي پېښه کې چې ملکي وګړو ته زیان رسېدلی وي، د هېواد امنیتي او دفاعي ارګانونه یې په هر اړخیزه توګه ارزوي.
جمهور ريیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د یاد راپور تر اورېدو وروسته امنیتي او دفاعي مسوولینو ته په خطاب کې وویل، د عملیاتو پر مهال ډېر محتاطانه عمل او لازم دقت وکړئ، ترڅو ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي.
پاىجهان يار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته