قندهارباخترد زمري ١٢ مه
نن سهار يولس بجې د قندهار ښار د اخند صاحب جومات ته څېرمه پر ملکي وګړو د موټر سايکل بم چاودنه شوې.
چارواکي وايي چې په ياده چاودنه کې موټر سايکل چلوونکى وژل شوى او اته نور ملکي وګړي پکې ټپيان شوي دي.
د قندهار د امنيه قوماندان مطبوعاتي مسوول جمال ناصر د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې په ټپيانو کې دوې مېرمنې، دوه ماشومان او څلور نور کسان شامل دي.
پاىوصال.