امنیت

د ملي اردو له ليکو سره په پيوستون کې د ځوانانو ليوالتيا

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٣٠
په جوزجان کې څه ناڅه ٦٠٠ تنه ځوانان دملي اردو له ليکو سره يوځاى شول.
په جوزجان ولايت کې د ملي اردو د جلب او جذب قوماندان وايي: په دغه ولايت کې د ملي اردو له ليکو سره په پيوستون کې د ځوانانو ليوالتيا زياته شوې ده
د جوزجان ولايت د جلب او جذب قوماندان ډګرمن مير عبدالواحدباختر آژانس ته خبر ورکړ: د ١٣٩٤ کال له دويمې نيمايي څخه راپه ديخوا ٦١٤ تنه ځوانان د ملي اردو په ليکوکې جذب شوي او د پوځي زده کړو لپاره تعليمي مرکزونو ته استول شوي دي .
خبرځاى وويل: دغه ځوانان د څلور مياشتنۍ دورې له زده کړو وروسته اړوندو قطعو او جزوتامونو ته ګومارل کيږي.
يو شمېر هغه ځوانان چې په دغه ولايت کې د ملي اردو له ليکو سره نوى يوځاى شوي وايي: هغوى چمتو دي چې د خپلو وينو تروريستي څاڅکي پورې د هېواد او ملي نواميسو دفاع وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته